د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د چین لپاره د اسلامي امارت له لوی سفیر بلال کریمي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې لومړی د چین لپاره د افغانستان لوی سفیر د افغانستان او چین د اړیکو او همکاریو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه هېواد له افغانستان سره د اړیکو پراخولو ته لېواله دی.
په دې لیدنه کې همدا راز د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې، د واخان لارې د فعالېدو او له راستنېدونکیو افغان کډوالو سره د مرستو په اړه بحث شوی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر په چین کې د افغان سفیر له هڅو د مننې تر څنګ ویلي، چې اسلامي امارت د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او د افغانستان او چین تر منځ د شویو هوکړو په عملي کولو یې ټینګار کړی.
په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر له راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په زیاتېدو او پراختیا ټینګار کړی دی.