ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قزاقستاني شرکتونو افغانستان کې د اوبو او انرژي په برخو کې  پانګونې ته لېوالیتا ښودلې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي سره لیدلي.

 دې لیدنه کې د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور په افغانستان کې د قزاقستان له سوداګریز استازي یسین تایف آرمان سره د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د اوبو او انرژي په برخو کې په ګډوهمکاریو خبرې کړې دي.

 د قزاقستان سوداګریز استازي ویلي؛ قزاقستاني شرکتونه غواړي چې افغانستان کې د اوبو او انرژي په برخو کې پانګونې وکړي او په دې برخه کې د اوبو او انرژي وزارت له رهبري څخه د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو او نورو همکاریوغوښتنه کوي.

ورته مهال، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هېواد کې د انرژي سکتور پراختیا د افغانستان له بنسټیزو اړتیاوو څخه بللي او څرګنده کړې يې ده، چې د اوبو او انرژي وزارت رهبري د پانګونې لپاره د زمینې په برابرولوکې له هېڅ ډول همکاریو څخه ډډه نده کړې او د بهرنیو پانګه والو له لېوالتیا څخه هر کلی کړی دی.