د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر او لوړ پوړي پلاوي سره ګډه ناسته وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په ناسته کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر کډوالو، سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، ټرانزیټي، سترو پروژو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې وکړي.
په پیل کې مولوي امیرخان متقي وویل، اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.
دغه راز نوموړي د افغانستان پر اوسني مثبت وضعیت رڼا واچوله او د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت سره په رامنځته شویو پرمختکونو او مختلفو برخو کې پر راټوکيدلو فرصتونو یې مفصلې خبرې وکړې.
ښاغلي متقي زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت لیواله دی چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګري، ټرانزیت او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني پلاوي ته یادونه وکړه، چې په دې برخو کې دې د ستونزو د هواري او اسانتیاوو د رامنځته کولو په پار کوټلي ګامونه واخیستل شي.
نوموړي دغه راز په پاکستان کي د افغان کډوالو پر وضعیت او په زور ایستل خپله ژوره اندېښنه او خواشیني څرګنده کړه او په ټینګار سره یې له پاکستاني چارواکو وغوښتل چي هلته د مېشتو او بېرته راستنېدونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار افغانستان ته په راتګ خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې راتګ یې د دواړو ولسونو ترمنځ د شته اړیکو د بهبود، ټینګښت او ودې سبب شي.
نوموړي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ته بلنه ورکړه، چي پاکستان ته رسمي سفر وکړي تر څو د لوړې کچې راشه درشه دوام پیدا کړي.
ښاغلي ډار وویل؛ د دې لپاره چې دوه اړخیزه سوداګري وده وکړي پر زیات شمیر سوداګریزو توکو یې تعرفې کمې کړې او پر دې برسېره به د سوداګریزو اموالو د لیږد رالیږد په برخو کې هم اغیزمن ګامونه پورته کړي.
نوموړي همداراز څرګنده کړه، چې حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیزه سوداګرۍ او ټرانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې وکړه چې په یادو برخو کې به لازمې اسانتیاوي رامنځته کړي.
اسحاق ډار وویل؛ له افغان کډوالو سره به ناوړه چلند نه کیږي او دوی به په دي برخه کي جدي ګامونه واخلي.
د نوموړي په وینا؛ د افغان کډوالو جایدادونه او سرمایې د هغوی ملکیت دی او اجناس یې هیڅوک نه شي ایسارولی او همداراز یې ژمنه وکړه، چې پاکستاني امنیتي ارګانونه به په دې برخه کي د هر ډول خپلسري عمل مخه نیسي.
په ناسته کې د سفارتي اړیکو پر لوړولو، همږغۍ، ګډې همکارۍ، د ویزو پر زیاتوالي او اسانتیا، د زارعتي محصولاتو پر چټک انتقال، د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر ودې او یو شمېر سترو پروژو لکه افغان ټرانس، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او ټاپ پر اهمیت، روان بهیر او دې برخو ته پر ځانګړي پام خبرې وشوې.
د ناستې په پای کې د یادو شویو موضوعاتو د تعقیب لپاره د ګډو کمېټو پر ټاکلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسایلو د اواري پر ګټورو لارو چارو هوکړه وشوه.