د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د قزاقستان د لومړي وزير له مرستيال سريک ژومانگارين سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې پر دوه اړخيزه سياسي او اقتصادي اړيکو، په ځانګړې توګه پانګونې، سوداګرۍ، ترانزيټ او ترانسپورټ په اړه خبرې شوې.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير له قزاقستان سره د افغانستان اسلامي امارت اړيکې مثبتې ارزولې او په تېرو درې نيمو کلونو کې يې په دوه اړخيزه اړيکو کې پرمختګونه ستایلي دي.
مولوي امير خان متقي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت لېواله دی، تر څو له قزاق لوري سره په سياسي، ترانسپورټي او ترانزيټي برخو کې اړيکې لا پراخې کړي.
همدا راز د بهرنیو چارو وزیر د تجارتي اړیکو د پراختیا او د سوداګرۍ د ودې په پار له قراقستاني پلاوي غوښتي، چي د ویزو په ورکړه کې دې زیاتوالی او اسانتیاوې رامنځته شي.
د بهرنيو چارو وزير د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د قزاقستان پانګونه گټوره بللې او هيله يې څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په سيمهييز اتصال کې مؤثر رول ولوبوي.
ښاغلي متقي وړانديز کړی، چې افغانستان او قزاقستان په ګډه د سيمې له نورو هېوادونو سره په همغږۍ د ترانزيټ په لاره کې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره کار وکړي.
د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال افغانستان په سيمه کې د قزاقستان لپاره مهم او نه بېلېدونکی شريک بللی او ویلي یې دي، چې هېواد يې تل له افغانستان سره په سياسي او اقتصادي برخو کې اړيکې ساتلې دي.
ښاغلي ژومانګارين د خپل سفر موخه په کابل کې د قزاقي توکو د نندارتون ترڅنګ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د تورغنډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پر ليکه د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په کچه پانګونه یاده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې هېواد يې غواړي د افغانستان په هرات ولايت کې د ترانسپورټ او لوجسټيک مرکز جوړ کړي.
په پای کي دواړو لوریو د ورته سفرونو او ناستو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.