د ۱۳۵۷ هجري لمریز کال د غويي اوومه په افغانستان کې د خلق دیموکراتیک ګوند غړو له لوري د وخت په حکومت پوځي کودتا وشوه او د ثور اووم سهار د هوا او ځمکې له لارې پر ارګ برید وشو، د وخت ولسمشر سردار محمد داود خان د خپلې کورنۍ له ۱۸ غړو سره یو ځای ووژل شو او نورمحمد تره کي د واک پر ګدۍ کښېناست.
شنونکي وايي، دغه کودتا د هېواد په تاریخ کې توره ورځ او پایله کې یې افغانستان ته یوازې جګړه، بې وزلي، کډوالي، او بې ثباتي راوړې ده.
د افغانستان ملي رادیو تلویزیون کارکوونکی محمد اغا ذکي وايي، د ثور په اوم سهار د هوايي ځواک قومندان اسلم وطن جار له لوري ارګ تر برید لاندې راغی او د تمې خلاف جمهوریت ړنګ او دیموکراتیک ګوند بریالی شو، چې د بریا اواز یې د کابل رادیو له همدغه ستډیو څخه د افغانستان په ګڼو برخو کې خپور شو.
غلام حسین ابراهیمي چې د هغه وخت د ظلمونو او وحشتونو قرباني او د خپلې کورنۍ شاوخوا لس غړي یې ژوندي تر خاورو لاندې شوي وايي، د افغانستان د خلق ډیموکراتیک ګوند غړو له کودتا وروسته اختلافونو کې شاوخوا دوه زره ملکي او پوځي وګړي قرباني او میلیونونه نور یې بې ځایه شول.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د ثور ۷مې په اړه وايي، د کمونيزم د لښکرو لخوا د وخت د حکومت پر ضد پوځي کودتا د يو غيور مسلمان ملت پر حريم د کمونیستي رژیم تيري لپاره زمینه برابره کړه او موخه یې په خلکو د کمونيستي مفکورې تحمیل وو.
د یادونې وړ ده، چې د غويي په ۷مه د افغانستان د خلق د ډیموکراتیک ګوند له لوري د سردارمحمد داودخان واکمني ړنګه او د نورمحمد تره کي او حفظ الله امین ترمنځ اختلافونه د دې لامل شو، چې شوروي په افغانستان کې مداخله وکړي ، خوله دې ټولو ګډوډیو وروسته بلاخره د ۱۳۷۱ کال د ثور په ۸مه مجاهدین بریالي او د شوروي سرې لښکرې ماتې شوې.