ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: ملګري ملتونه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له مرستیال او د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي ټام فلیچر سره لیدنه کړې.

په دې کتنه کې ټام فلیچر افغانستان ته پخپل سفر خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت په واکمنۍ کې یې د امنیت د تامین او د شویو پرمختګونو ستاینه کړې ده.

نوموړي ویلي، چې افغانان مرستو او همکارۍ ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو سازمان په بېلابېلو برخو کې افغانانو ته د مرستو رسولو کوښښ کوي.

په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیال او د بیړنیو مرستو همغږي کوونکي زیاته کړې، چې په افغانستان کې زیات مثبت بدلونونه راغلي او په دې حقایقو سترګې پټول له انصاف څخه لیرې دي.

ښاغلي فلیچر له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان د همکارۍ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې لویې پراختیایي پروژې عملي شي، تر څو په پایله کې یې افغانان په راتلونکي کې بشردوستانه مرستو ته اړتیا ونه لري.

مولوي عبدالسلام حنفي ښاغلي ټام فلیچر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانانو سره د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه مرستو مننه کړې ده.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي، چې د اسلامي امارت رهبري او مسولین د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو رفع کولو او اقتصادي ودې لپاره شپه او ورځ هڅې کوي.

ښاغلي حنفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو را ایستلو په تړاو ویلي، چې دا پروسه د ګاونډیتوب اصولو او بین المللي قوانینو سره په تضاد کې ده او په دوه اړخیزو اړیکو یې منفي اغېز کړی. هیله ده ملګرو ملتونو سازمان په دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د نېکو، په متقابل درناوي ولاړو او اقتصاد محوره اړیکو غوښتونکی دی.