ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پوتین له اوکراین سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې په دویمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد او د دوی د متحدینو د بریا ۸۰مې کلیزې په مناسبت له اوکراین سره درې ورځې اوربند کوي.

کرملین ویلي، چې دا ۷۲ ساعته اوربند به د مې میاشتې له ۸مې تر ۱۱ مې دوام وکړي.

روسیې له کیېف غوښتي، تر څو له دې موقتي اوربند سره هوکړه وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها په غبرګون کې ویلي: “که روسیه ريښتیا هم سوله غواړي، ژر تر ژره باید اوربند وکړي.” نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اوکراین لږ تر لږه ۳۰ ورځني “ثابت، باوري او بشپړ اوربند” ته چمتو دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر د اوربند د وړاندیز له تایید پرته ویلي: “که همدا اوس له هرې نېټې تر ۳۰ ورځو ريښتینی اوربند کولای شو، نو ولې د مې تر ۸مې په تمه شو؟”

د راپورونو له مخې، د اوکراین ولسمشر بیا د روسیې د درې ورځني اوربند وړاندیز رد کړی.

کرملین د یاد ۷۲ ساعته اوربند له اعلان وروسته له کیېف غوښتي، چې اوربند ومني خو ټینګار یې کړی، چې که اوکراین سرغړونه وکړي، روسي ځواکونه به مناسب او اغیزمن ځواب ورکړي.