ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تهران کې د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو د پیژندنې کنفرانس ترسره شو

د ایران او افغانستان د سوداګریزو فرصتونو او وړتیاوو د پیژندنې کنفرانس، د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په مشرۍ د افغانستان د اقتصادي او سوداګریز پلاوي په ګډون، د ایران د صادراتي وړتیاوو د اووم نندارتون (ایران اکسپو ۲۰۲۵) په څنډه کې په تهران کې ترسره شو.

په دغه کنفرانس کې چې د ایران سوداګریزو چارواکو، تولیدوونکو، اقتصادي فعالانو او د اسلامي شورا د مجلس استازو ګډون کړی و، د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګریز ظرفیتونه، د پانګونې فرصتونه، شته چالشونه او ستونزې وارزول شوې.

د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو (B2B) ناستې ترسره شوې.

مولوي صدراعظم عثماني چې د افغان پلاوي مشري یې کوله، په خپلو خبرو کې د کرنې په برخه کې د ګډو همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل؛ اسلامي امارت هڅه کوي د کرنیزو او مالدارۍ تولیداتو د پانګونې لپاره نور فرصتونه برابر کړي، څو د سیمې او نړۍ په بازارونو کې پراخ حضور ومومي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې ګډه همکاري کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې ټینګې کړي او د دوامداره پرمختګ بنسټ شي.

همداراز مولوي عثماني د ایران د کرنیزو ټکنالوژیو د پرمختګ یادونه وکړه او افغانستان ته یې د دغو تجربو او تجهیزاتو د لېږد زمینه د کرنې د پراختیا لپاره ګټوره وبلله.

د کرنې وزارت مرستیال زیاته کړه، افغانستان د یو کرنیز هېواد په توګه چمتو دی چې په ځانګړي ډول د کرنې او اوبو لګولو په برخو کې له ایران سره پراخې همکارۍ ولري.

نوموړي د عصري کرنیزو ټکنالوژیو د تبادلې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

مولوي صدراعظم عثماني همداراز د اقتصادي پراختیا په برخه کې د خصوصي سکتور محوري رول مهم وباله او له ایراني او نړیوالو پانګوالو یې وغوښتل چې په افغانستان کې، په ځانګړي ډول د کرنې او مالدارۍ په برخو کې، پانګونه وکړي او په وینا یې، اسلامي امارت د پانګوالو د ملاتړ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

ښاغلي عثماني په پای کې هیله څرګنده کړه، چې دا کنفرانس او د ایران نړیوال نندارتون (ایران اکسپو ۲۰۲۵) د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او کرنیزو اړیکو د یوه نوي فصل پیل شي او دا همکارۍ به د دواړو هېوادونو د ملتونو او د سیمې د ثبات لپاره ګټورې تمامې شي.

د یادونې وړ ده، چې د ایران د سوداګرۍ پراختیا سازمان د هند نیمه وچې عمومي مدیر عبدالساده نیسي هم په کنفرانس کې ګډون کړی و.

نوموړي وویل، افغانستان د ایران په اقتصادي سیاستونو کې ځانګړی اهمیت لري او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو پراخول د سازمان د ستراتیژیکو لومړیتوبونو له جملې څخه دي.

عبدالساده نیسي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي تبادلو کچه ۱۰ میلیارده ډالرو ته لوړولو خبره وکړه.