په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان دفتر وايي، چې په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو مرکز د جوړولو په موخه یې د اذربایجان له نړیوالې پراختیايي ادارې (AIDA) او کابل کې د دې هېواد له سفارت سره د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړه.
د اسلامي همکاریو سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پروژه د “د دودیزو افغان لاسي صنایعو د ساتنې او ودې لپاره د غالۍ اوبدلو د تخنیکي او مسلکي روزنیز مرکز جوړول” تر سرلیک لاندې د افغانستان د غالۍ اوبدلو د ارزښتمن دود رواجولو په موخه ډیزاین شوې ده.
دغهراز دا پروژه په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت په ترویج سربېره د نورو دودیزو لاسي صنایعو د پیاوړتیا په موخه پلې کېږي.
د یادې پروژې پر مټ به سیمهییز کسبګر په مسلکي او تخصصي ډول ورزول شي، کسب او کار به پراخه شي او د اقتصاد په پیاوړتیا کې به مرسته وکړي.
دا پروګرام د اذربایجان نړیوالې پراختیايي ادارې (AIDA) په مالي ملاتړ اجرا کېږي.