د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري د کابل نړيوال هوايي ډګر د ترمينل په تالار کې له هېواد څخه د افغان حاجیانو د لومړني پرواز په مناسبت ځانګړې غونډه او مراسم ترسره شول.
په دې غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزیر ملا حمیدالله اخوندزاده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د کابل نړیوال هوایي ډګر رییس او د کڼو امارتې ادارو او داریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسولینو، د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو رییسانو ګډون کړی وو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج او عمرې لوی رییس مولوي محمد نبي محمدي د غونډې پرانیستونکي وینا وکړه.
نوموړي د حج د فریضې د ترسره کولو په اړه د یاد وزارت د ترتیب شویو پلانونو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړل او څرګنده یې کړه، چې د حج پروسه د سعودي عربستان د حج له چارواکو سره په بشپړه همغږي پرمخ وړل کېږي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له وزیر، مسولینو او له ټولو هغو ادارو څخه چې د حج په دې مهمه پروسه کې یې همکاري کړي ده، مننه او قدرداني وکړه.
مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې وویل، څرګنده ده چې د حج د چارو مسولین دا بهیر د لوړې ژمنتیا، اخلاص، صداقت او مسلکي معیارونو پر بنسټ په بریالۍ توګه پرمخ وړي.
نوموړي ټولو افغان حاجیانو ته ډاډ ورکړ، چې د هېواد په څلورو پروازي زونونو (کابل، کندهار، بلخ، او هرات) کې د حاجیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په بشپړه توګه برابرې شوې دي او ستاسو خدمت کول زمونږ لوموړۍ درجه مسولیت دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل؛ نن چې مونږ او تاسې په دې غونډه کې راټول شوي یو، دا غونډه د ۱۴۴۶ هـ ق کال د افغان حاجیانو د لومړنۍ الوتنې په مناسبت جوړه شوې ده. نن زمونږ د ګران هېواد حاجیان د حج سترې فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.
شیخ نورمحمد ثاقب زیاته کړه؛ دغه پرواز چې له کابل څخه د مدینې منورې پر لور ترسره کېږي، په کې ۲۳۰ تنه حاجیان سفر کوي او دغه حاجیان ډېر بختور دي چې نن د رسول الله ﷺ مبارک ښار ته دتللو شرف حاصلوې .
نوموړي وویل؛ حج د اسلام یوه مهمه فریضه ده او ځانګړي ارزښت لري او دا یو داسې عبادت دی چې هر وخت نه شي ترسره کېدای بلکې ټاکلی وخت لري، چې هغه د حج میاشتې او ورځې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه؛ مونږ د ۳۰ زره حاجیانو د سمې لارښوونې لپاره د ټول هېواد په سطحه ۶۵۲ تنه جید علماءیکرام د ازموینې له لارې د معلمینو په توګه ټاکلي دي.
دغه معلمین به له افغان حاجیانو سره حرمینو شریفینو ته یوځای سفر کوي او د مناسکو په ترسره کولو کې به د دوی لارښوونکي وي.
د نوموړي په وینا، د حج د مناسکو لارښود کتاب په پښتو او دري ژبو چاپ شوی دې اوټولو حاجیانو ته ورکړل شوی دی.
ښاغلي ثاقب زیاته کړه؛ د دغو حاجیانو د ښه خدمت د ترسره کولو لپاره ۳۰۰ د بعثې اعضا هم له دوی سره سعودی عربستان ته لیږل کیږي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل؛ نن به دالله په مرسته لوموړنۍ پرواز ترسره شي، چې زمونږ ټول ۳۰ زره حاجیان به ان شاء الله تعالی په ٩٧ پروازونو کې حرمینو شریفینو ته انتقال کړل شي .
نوموړي د خپلو خبرو په پای کې ټولو حاجیانو او د دوی کورنیو ته د حج د دې مبارک سفر دپیل مبارکې وویله او د حج د دغې ملې پروسې په پرمختک کې یې د عامي روغتیا وزارت، ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو او نورو ښکېلو ادارو د مسولینو همکاري مهمه وبلله او د دوی له بې دریغه هڅو څخه یې مننه وکړه.
د غونډې په لړ کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند، د عامې روغتیا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو وزیرانو، د کابل نړیوال هوایې ډکر رییس او د اریانا افغان او کام ایر هوایي شرکتونو مسولینو په خپل نوبت سره خبرې وکړې.
هغوی هر یو له خپل اړخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت رهبرۍ ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.
غونډه د حج پروسې د بشپړ بریالتوب په دعاییې سره پای ته ورسیده.