د بلخ مرستيال والي مولوي نورالهادي ابوادریس د روسيې هېواد له یو شمیر سوداګرو رستم جبار، آرتور حسين بیګوف او سرګئی ګافریلوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې روسيي سوداګرو ویلي؛ مونږ غواړو په بلخ ولايت کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نفتي موادو ایستنې په برخو کې کارخونه جوړه کړو.
یادو سوداګرو زیاته کړې، بلخ د جغرافیايي او استراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د دې کارخونې د جوړولو لپاره مناسب ځای دی.
مولوي نورالهادي ابوادریس یادو سوداګرو ته د ښه راغلاست سربېره ټولو اړوندو سکتوري اداراتو سره په ګډه همغږۍ د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی.
نوموړي ویلي؛ افغانستان له ټولو هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې لري او هڅه کوي، چې دغه اړیکې لا ټینګښت ومومي.
ښاغلي ابوادریس زیاته کړې، د اوس مهال په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی دی، ټول بهرني او کورني سوداګر کولی شي د اسلامي نظام پاليسۍ سره سم خپلې سوداګريزې چارې پرمخ بوځي.
هېره دې نه وي، چې د دې کارخونې د جوړونې موخې هېوادوالو ته د کاري زمینو برابرول، اقتصادي برخو لا پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو پالل بلل شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې چینايي او افغاني پانګوالو هم بلخ کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د سمنټو کارخونې جوړولو ته لیوالتیا ښودلې وه.