ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرینو چارو وزارت پلاوي اندونیزیا کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي

د بهرنيو چارو وزارت د لومړي سیاسي ریاست مرستیال مغفورالله شهاب په مشري یوه پلاوي اندونیزیا ته د سفر په لړ کې د افغانستان له سفارت څخه ليدنه کړې، د سفارت کاري چارې يې ارزولې او خپلو ديپلوماتانو ته یې د چارو د ښه والي او روڼتيا په موخه لازمې لارښوونې کړې دي.

همداراز پلاوي په اندونيزيا کې له ځینو علماوو، سياستوالو او سوداګرو سره د دوه اړخیزو سياسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت او پياوړتیا په برخه کې لیدنې کړې دي.

پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې دمختلفو هيوادونو )سريلانکا، بنګله دېش او سنګاپور( له سفيرانو او شاژدافیرانو سره هم ليدنې کړې چې په ترڅ کې یې د مخدره موادو پر کښت او قاچاق بندیز، د معتادینو درملنه، په هیواد کې د تأمین شوي امنیت، په صادراتو کې زیاتوالی، د پولي ثبات ټینګښت، له ګاونډیو سره ښې اړیکې، ترانزیتي اسانتیاوې او داسې نورو هغو فرصتونو چې د امارت په راتګ سره رامنځته شوې د لاسته راوړنو په توګه يادونې ترسره شوې .

دیادو هېوادونو استازو په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د دوه اړخیزو اړیکو ټینګښت او پیاوړتیا یې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وبللې او همداراز تیرو اړیکو ته په کتو، په دوه اړخیزو اړيکو بحثونه وشول.