ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهر ته تللي افغانان دې بېرته راستانه او د هېواد ابادلو کې دې ونډه واخلي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د ننګرهار ولایت د شینوارو له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې.

دې لیدنه کې د شینوارو د شپږو ولسوالیو قومي مشرانو له اسلامي امارت څخه د ملاتړ تر څنګ ویلي، چې د اسلامي نظام د پایښت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي.

د شینوارو ولسونو افغانستان کې د جګړې شعار ورکونکي د بهرنیو دسیسو او پلانونو پلي کوونکي یاد کړي او ویلي یې دي، چې افغانان نور چاته اجازه نه ورکوي چې هېواد کې ټینګ شوی امینت ګډوډ او د اسلامي نظام پر وړاندې راپور ته شي.

دغه راز یادو مشرانو په ننګرهار کې مېشتو شنوارو ستونزې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزرا له کفیل سره شریک کړي دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د شینوارو له ولسونو څخه د مننې تر څنګ ویلي، چې له څو لسیزو وروسته افغانستان کې د جګړې ټغر ټول شوی، سرتاسري امنیت تامین او خلک له اسلامي نظام سره همکار دي.

نوموړي زیاته کړه، هغه افغانان چې بهر ته تللي باید د اسلامي نظام پر وړاندې د بهرنیانو د شومو پلانونو ښکار نشي، بلکې هېواد ته دې راستانه او د هېواد په رغولو کې دې همکار شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل یادو مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ چې د شینوارو ولسونو د ستونزو د حل لپاره به اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړي.