اسرائیلي رژیم په غزه کې د پوځو عملیاتو د پراخولو پلان منظور کړی، چې د غزې نیول او کنټرول هم پکې شامل دي.
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې په کلابنده غزه تړانګه کې یې د عملیاتو د پراخولو پرېکړه کړې ده. د عملیاتو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
د اسرائیلي رژیم چارواکو ویلي، چې په دې پلان کې د غزې نیول، د سیمو کنټرول، جنوب ته د غزې د وګړو لېږد، ځواکمن بریدونه او ځینې نور شیان شامل دي.
په غزه کې لا له وړاندې د اسرائیلي یرغلګرو په ۱۸ میاشتنۍ جګړه او بریدونو کې له ۵۲ زره ډېر فلسطینیان شهیدان شوي، چې زرګونه یې ښځې او ماشومان دي او نږدې ۱۲۰ زره نور ټپيان دي.
سربېره پر دې د اسرائیلو امنیتي کابینې د احتیاطي ځواکونو د راغوښتلو پرېکړه کړې او د پوځ تر مشرۍ لاندې یې غزې ته د خوړو او اړینو بشري مرستو پلان تایید کړی.
ملګرو ملتونو او نورو بشري ادارو په دې ډول د مرستو له لېږد سره مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې دا وړاندیز د بشري اصولو خلاف دی او همکاري به ورسره ونه کړي.
صهیونیستي رژیم د مارچ له دویمې راهیسې غزې ته د تلونکو بشري مرستو مخه نیولې او دا تړانګه یې په بشپړ ډول کلابنده کړې ده.
حماس غورځنګ د غزې د نیولو او اشغال په تړاو د اسرائیلي رژیم د هر ډول طرحې مخالفت کړی او ویلي یې دي، چې د اسرائیلو فشار ته به غاړه ټيټه نه کړي.
د دې غورځنګ یوه لوړ پوړي چارواکي محمود مرداوي له الجزیرې خبري شبکې سره په خبرو کې د صهیونیستي رژیم له لوري د غزې تړانګې د اشغال لپاره هر ډول طرحه رد کړې ده.
ښاغلي مرداوي ویلي، چې د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټولوژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسرائیلو هر ډول هڅې له ماتې سره مخ شي.
د برېتانیا حکومت ویلي، چې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پراخولو ملاتړ نه کوي. اروپايي ټولنې د زغم غوښتنه کړې او اندېښنه یې ښودلې، چې د عملیاتو پراخول به فلسطینیانو ته نوره مرګژوبله او کړاوونه راوړي.
د غزې د شمالي برخې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، چې په زور جنوب ته له لېږدېدو سره کلک مخالف دي. تر دې غوره بولي، چې د خپلو ویجاړو شویو کورونو تر څنګ مړه شي.
هممهاله په غزه کې د زنداني اسرائیلو کورنیو د صهیونیستي رژیم د کابینې په وروستۍ طرحه نیوکه کړې او دا یې د “زندانیانو قرباني کول” بللي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د اسرائیلي رژیم د دې طرحې په تړاو، چې حتمي د بېشمېره فلسطینیانو د قربانۍ او د غزې د ویجاړۍ لامل کېږي، اندېښنه ښودلې ده.
د یاد سازمان یوه ویاند فرحان حق ویلي، چې غزه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده او باید پاتې شي.