ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

“د پاکستان په زندانونو کې بندي افغان کډوال دې ژر تر ژره ازاد شي”

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره لیدنه کړې.

په دې ناسته کې، چې په کابل کې د پاکستان سفیر عبدالرحمن نظامياني هم حضور درلود، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ویلي؛ د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو لا ډېرښت او قوت غواړي او باوري دی، چې پاکستان او افغانستان خپلمنځي سوداګرۍ کې تر نورو ډېره ګټه کولی شي.

نوموړي زياته کړې؛ موږ له پاکستان غواړو چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره افغان سوداګرو ته وېزې او نورې اسانتیاوې برابرې کړي، ترڅو دوه اړخيزه سوداګري نوره هم وغوړېږي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر له پاکستان غوښتي، چې دې هېواد کې له افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي.

همداراز هغه افغان کډوال چې دا مهال د پاکستان زندانونو کې پراته دي، بايد ژر تر ژره خوشې شي.

د ریاست الوزرا سیاسي ټینګار کړی، چې افغانستان د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه کوي او هېچاته به اجازه ور نه کړو، چې د افغانستان خاوره د ګاونډيو په ګډون د چا پر ضد وکاروي.

د نوموړي په وینا؛ موږ د پاکستان امنیت د ځان په ګټه او په پاکستان کې ناامني د ځان په زیان بولو او د یوه مسلمان ګاونډي په توګه په پاکستان کې جګړه او ناامني نه غواړو، نو هیچاته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د پاکستان پر ضد وکاروي.

په پای کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال ویلي؛ موږ د داسې هېواد په توګه چې د جګړو ترخې تجربې مو لیدلي پاکستان ته مشوره ورکوو، چې د جګړو پر ځای سولې ته ترجیح ورکړي.

ور پسې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ښاغلي اصف درانی ویلي، چې نړۍ باید د افغانستان اسلامي امارت لاسته راوړنې او په ځانګړې توګه د امنيت تامين او مخدره توکو له منځه وړو په برخو کې ومني.

نوموړي زیاته کړې، چې موږ له افغانستان سره نیکې اړیکې لرو او د دې اړیکو د لا تقویې لپاره هڅې کوو.

ښاغلي اصف دراني ژمنه کړې، چې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو ستونزې هواروي او د دوی په زندانونو کې د افغان بندیانو خوشې کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو او نورو اسانتیاوو برابرولو، په تورخم او سپین بولدک د تګ راتګ پر مهال د خنډونو لمنځه وړلو او نورو برخو کې به اړین اقدامات وکړي.

نوموړي همداراز ویلي، چې پاکستان به ډېر ژر د تورخم ـ جلال اباد سړک پاتې چارې پيل کړي.