د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه وشوه.
دا غونډه پرون د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۷مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
ناستې ته له اجنډا سره سم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري په هرات، هلمند، ننګرهار او بلخ ولایتونو کې د شپږو کرنیزو، نمایشي او ترویجي کمپلکسونو جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.
یاده طرحه له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. دغه کمپلکسونه په ۴۴۷۹ جریبه ځمکه کې جوړېږي او بزګرانو ته به د عصري او میکانیزه کرنې په برخه کې غوره خدمات وړاندې کوي.
دغهراز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم وړاندې شوه، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوه.
افغانستان اوسمهال د چرګانو سکټور د غوښې او دانې د تولید په برخو کې ځان بسیاینې ته نږدې شوی، چې د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هګیو د تولید په برخه کې هم پر ځان بسیا شي.
اوسمهال د هېواد په کچه د چرګانو شاوخوا ۱۴ زره فارمونه فعال دي، چې سل زره کسان په مستقیم او ۳۰۰ زره په غیرې مستقیم ډول په کار پکې بوخت دي.
د اقتصادي کمېسیون دې نوبتي غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د لبنیاتو سکټور د ځان بسیاینې پالیسي هم د بحث لپاره وړاندې شوه.
یاده پالیسي له هر اړخیزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه. د دې پالیسۍ په تطبیق سره به د هېواد د اړتیا وړ لبنیات په کور دننه تولید، پروسس او د مالدارۍ سکټور به وده وکړي.
په نباتي خوراکي غوړیو کې د ځان بسیاینې طرحه، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند وه، هم وړاندې شوه. یاده طرحه له هراړخیز بحث وروسته د اقتصادي کمېسیون د سپارښتنو په پام کې نیولو سره تایید شوه.
د دې طرحې له مخې به په بېلابېلو ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۸۹ زره هکټاره ځمکه د پنبې، سویابین، کونځلو، شړشم، زغرو او لمرګلي نباتات کرل کېږي، چې د طرحې د لومړۍ برخې په تطبیق سره به د نباتي خوراکي غوړیو په برخه کې د هېواد ۳۰ سلنه اړتیا پوره شي.
د غونډې په پای کې د یوشمېر موضوعاتو تعقیبي راپورونه هم وړاندې شول، چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شول.
یادې پرېکړې د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی دفتر ته لېږل شوې دي.