د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع خادم په مشرۍ پلاوي اوزبیکستان ته سفر وکړ.
دې پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د اوزبیکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله اېرګاشیف او د سرخان دریا له والي اوغلبیک قاسیموپ سره د دې هېواد د سرخان دریا ولایت د نړیوال ګډ بازار په جوړو شویو مراسمو کې ګډون کړی.
په پیل کې د افغانستان په چارو کې د اوزبیکستان ځانګړي استازي افغان پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ راهیسې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ کلتوري، سیاسي، ټولنیزې او اقتصادي اړیکې لا ښې او پیاوړې شوې او دا د سیمي په کچه یو لوی بدلون دی.
نوموړي زیاته کړې، چې هېواد یې کوښښ کوي له افغانستان سره مثبتې اړیکي لا ټینګي، مسایلو ته ژر تر ژره د حل لاره پیدا، سوداګري، اقتصاد، ترانزیټ او نور پرمختګونه پر پوله زیات کړي او دا د دواړو هیوادونو په ګټه دي.
ډاکټر ملا عبدالواسع خادم یادو مراسمو ته په وینا کې ویلي، چې اسلامي امارت د اوزبیکستان په ګډون د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د حسنه اړیکو او په متقابل درناوي ولاړ تعامل غوښتونکی دی.
همدارنګه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر هر اړخیزو اړیکو او د همکاریو پر لاپراختیا ټینګار کړی دی.

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین او په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره شوې، نو هیله ده چې اوزبیکستاني پانګوال د کرنې، روغتیا، کانونو، برېښنا او په نورو برخو کې پانګونه وکړي؛ موږ د اړینو اسانتیاوو او ملاتړ ډاډ ورکوو.
نوموړي همداراز د اسلامي امارت د رییس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند او د افغانستان د مجاهد ولس له خوا په اوزبیکستان کې د امام بخاري صاحب رحمه الله د زیارت لپاره د افغاني مرمر ډبرو هدیه اوزبیکستاني لوري ته سپارلې ده.
د ښاغلي خادم په وینا، امام بخاري رح د مسلمة امت رهبر او مقتدا و. د دې ستر شخصیت سره د محبت او د ده د خدمتونو د درناوي په موخه د هرات د چیشت ولسوالۍ اړوند سیمي د کان دغه اعلی او باکیفیته مرمر چې ټولې ۴ زره متره مربع کېږي، هدیه کوو.
د بلخ والي ملا محمد یوسف وفا د اوزبیکستان او افغانستان خپلمنځي ښې دیني، فرهنګي او ټولنیزې اړیکې ستایلې او ویلي یې دي، چې په همدې خاطر په ختيځه نړۍ کي بلخ او بخارا د نړۍ په کچه د علم او روښنایي په تاریخ کي ځلانده مشالونه یاد شوي او يادېږي.
نوموړي زیاته کړې، بلخ او بخارا تر اسلام وروسته د علمي درجو د لوړولو، د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د سننو، احادیثو او اقوالو په راټولولو کې د نړۍ په کچه معتمد او صحيح جوامع لري، لکه صحيح البخاري، صحيح ترمذي او نور.
د ښاغلي وفا په وینا، اوزبیکستان له افغانستان سره د ښه ګاونډيتوب په برخه کې ښې اړیکې پاللې او له عام ولس سره یې په مستقیمه او غیرې مستقیمه توګه د مرستو زمینه برابره کړې ده.
د بلخ والي ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته اوزبیکستان خپلې ډيپلوماټيکي اړیکي لوړې کچې ته رسولې او په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي برخه کي یې هم خپلي مخلصانه همکارۍ جاري ساتلي، چې موږ د افغانستان د اسلامي امارت د بلخ ولایت په استازیتوب مننه ورڅخه کوو.