د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او په اقتصادي چارو کې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال الکسي اویرچوک نن د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د افغانستان–روسیې لومړی سوداګریز فورم پرانیست.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه سوداګریز فورم د پرانیستې پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته په افغانستان کې سیاسي ثبات ټينګ شوی، اقتصادي فعالیتونو پراختیا موندلې، سوداګري پراخه شوې او د کورنیو پانګوالو تر څنګ بهرنیو پانګوالو هم په مختلفو سکټورونو کې پانګونه کړې او دا چاره په ښه ډول روانه ده.
نوموړي زیاته کړه، د هېواد د بیارغونې په موخه په مختلفو سکټورونو کې لویې او کوچنۍ پروژې پيل شوې دي.
د یادو پروژو چارې د اسلامي امارت تر څنګ د کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري پر مخ وړل کيږي.
د ریاستالوزرا قتصادي مرستیال وویل، اسلامي امارت د زېربنايي پروژو پر پيل سربېره د سوداګرۍ پراختیا ته هم پاملرنه کړې او غواړي سیمې او لیرې پرتو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.
روسیه د افغاني تولیداتو او محصولاتو لپاره یو ښه بازار دی، افغانستان په دې برخه کې د اسانه شرایطو د رامنځته کېدو غوښته کوي.
ښاغلي برادر اخوند همداراز زیاته کړه، اسلامي امارت چمتو دی چې له روسيې او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په موخه د سالنګ دویم تونل وباسي.
په دې برخه کې د روسیې فدراسیون تجربې ته په کتو د سالنګ دویم تونل ایستلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د افغانستان–روسیې لومړي سوداګريز فورم په پرانیستغونډه کې یوځل بیا په شمال–جنوب دهلیز کې د افغانستان پر ونډې اخیستو او همداراز د افغان–ټرانس پروژې پر پيل او پلي کېدو کې د روسیې فدراسیون پر همکارۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: “موږ لېواله یو چې افغانستان د دې دهلیز په تقویت او په سیمهییز اقتصادي اتصال کې مؤثر رول ولري.”
ورپسې د روسیې د لومړي وزیر مرستیال وویل، روسیه د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفداره ده او دا د ټولې سیمې په ګټه بولي.
د نوموړي په خبره، د افغانستان وضعیت د بهبود لوري ته روان دی او په کازان ۱۶م فورم کې د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي ګډون ثابته کړه، چې افغانان په سوله کې ژوند غواړي او په سولهییزه فضا کې د اقتصادي مسایلو پرمخ بیولو ته چمتو دي.
الکسي اویرچوک زیاته کړه؛ روسي شرکتونه چمتو دي چې له افغانستان سره د کانونو ایستنې، اوبو بندونو جوړولو، برېښنا تولید، د اوسپنې پټلۍ شبکو غځولو، د ترانسپورټي وسایلو تولید او همداراز سیمهییز اتصال او سوداګرۍ کچې زیاتېدو په برخه کې ګډ کار وکړي.
ښاغلي اویرچوک وویل، د مسکو او کابل ترمنځ د ګډ سوداګریز مرکز د رامنځته کېدو هوکړه لاسلیک شوې، دوی هیله لري چې دا به د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ نوي شرایط او له موجودو امکاناتو به د استفادې لپاره ښه زمینه برابره کړي.
د روسیې د ګمرکونو مسول وویل، د ځانګړو اسانتیاوو او په ګمرکي تعرفو کې د پام وړ تخفیفونو په پام کې نیولو سره چمتو دي چې له افغانستان څخه د کرنیزو محصولاتو واردات زیات کړي.
نوموړي زیاته کړه، غواړي له افغانستان سره د سوداګریزو اصولو ساده کولو، د سوداګریزې بیروکراسۍ له منځه وړلو او په ګمرکونو کې د ځانګړې همکارۍ او کار کولو په موخه پروتوکول رامنځته کړي.
په غونډه کې د روسیې فدراسیون د ترانسپورټ وزارت مرستیال د افغانستان له لارې د روسیې د ترانزیټ کچې زیاتېدو ته لېوالتیا وښوده او ویې ویل، په دې برخه کې د افغان–ټرانس پروژه ډېره مهمه ده، چې روسي او اوزبیکستاني تخنیکي ټیمونه پرې ګډ کار کوي او هدف دا دی چې ژر یې عملي چارې پيل شي.
په دې برخه کې اسلامي امارت له خپل لوري د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان–روسیې سوداګریز فورم په پرانیستغونډه کې د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د صنعت او سوداګرۍ وزیر هم حضور درلود.
د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د خپلو خبرو پرمهال وویل، د موټر جوړولو تاتارستاني شرکتونه چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي.
تاتارستان چمتو دی چې په دې برخه کې د حکومتونو په کچه د ګډې همکارۍ تړون له افغانستان سره لاسلیک کړي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په برخه کې دا ډول اقتصادي فورمونه مهم وبلل او پر دوام یې ټینګار وکړ.
ټاکل شوې چې د کابل او مسکو ترمنځ به د سوداګرۍ کچې زیاتېدو په موخه د کازان ۱۶م فورم په څنډو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ مهم تړونونه هم لاسلیک شي.