ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مرکزي اسیا جام کې د فوټسال ملي لوبډلې دویمه بریا

د مرکزي اسیا فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره کیږي.
دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې پیل شوې، چې افغانستان، تاجکستان، ترکمنستان، اوزبکستان، قرغېزستان او ایران پکې ګډون کړی.
د مهالوېش له مخې افغانستان خپله لومړۍ لوبه د زمري پر لومړۍ نېټه د قرغېزستان پر وړاندې ترسره کړه.
په دې لوبه کې افغان لوبغاړو له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته قرغېزي لوبغاړي ۵ ـ ۴ له ډګره بهر کړل.
که څه هم افغانستان دغه لوبه په خپل نوم کړه، خو د افغانستان فوټسال روزونکی مجید مرتضايي وايي، چې په لومړۍ پاڼۍ کې قرغېز لوبډله ډیره پیاوړې وه او حتی په دویمه پاڼۍ کې یې هم پر افغان لوبغاړو فیشار بر و.
هغه زیاتوي، چې په وروستیو شیبو کې د ځوان لوبغاړي مهران غلامي ګول زموږ لپاره ډیر ګټور او بریا موندونکی ثابت شو.
په دویمه لوبه کې افغانستان د زمري په دویمه نېټه له اوزبکستان سره مخ شو.
دغه لوبه افغانستان لپاره خورا مهمه وه، ځکه خو افغان لوبغاړي بې له کوم فشاره میدان ته ښکته شول او له ډېرو خولو تویولو وروسته یې بریا په خپل نوم کړه.
دغه لوبه چې د دوشنبې په ورځ په دوشنبه کې وشوه د لسګونه افغان مینه والو څخه برخمنه هم وه.
په دې سیالۍ کې افغان لوبډلې سیاله لوبډله ۴ ـ ۳ له ډګره بهر کړه. په دې پایلې سره افغانستان دویمه بریا په خپل نوم ثبت کړه.
په دې ټورنمېنټ کې افغانستان ۳ نورې لوبې له تاجکستان، ترکمنستان او ایران سره لري.