ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: د دې وخت رارسېدلی، چې ټول په ګډه د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړو

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایت له سوداګرو، صنعتکارانو، مخورو، دیني عالمانو او نظامي مسولینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د هرات ولایت سوداګرو او صنعتکارانو خپلې ستونزې او غوښتنې د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

دغه راز دوی د کورنیو چارو له سرپرست وزیر څخه غوښتي، چې د پاسپورټ د وېش په برخه کې سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ويلي، چې اوس د الله تعالی په فضل او د مجاهدینو د سرښندنو په برکت اشغال پای ته رسېدلی او د دې وخت رارسېدلی، چې ټول ولس په ګډه د هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړو، او له قومي، سیاسي، ژبني، تعصب او دښمنۍ څخه لاس واخلو.

ښاغلي حقاني يادو سوداګرو ته ډاډ ورکړی، چې سوداګرو ته به د وسلو د جوازونو او پاسپورټونو د وېش په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.