روسیې او اوکراین د جنګي اسیرانو د تبادلې په دویم پړاو کې د یوه او بل ۳۷۰ نور بندیان هم خوشي کړل.
د روسیې دفاع وزارت او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي دواړو د ۳۰۷ بندیانو تبادله تایید کړې ده.
دا په تېره درې کلنه جګړه کې تر ټولو د ډېرو بندیانو د تبادلې پیل بلل شوی دی.
روسیې او اکراین تېره جمعه هم د ۱۲۰ ملکي وګړو په شمول د یوه او بل ۳۹۰ بندیان ازاد کړل.
د اوکراین ولسمشر په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي: “سبا موږ د نورو د خلاصون هیله لرو. زموږ هدف دا دی، چې هر یو مو د روسیې له زندانونو ازاد کړو.”
د یادونې وړ ده، چې روسي او اوکرایني چارواکو د مې پر ۱۶مه د ترکیې په استانبول کې د زرو زندانیانو د تبادلې هوکړه کړې وه.