د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې فرانسیسکا البانیز د یوې فلسطیني ډاکټرې پر کور د اسرائیلي یرغلګرو برید غندلی او ویلي یې دي، دا د “نسل وژنې د نوي پړاو” یوه خواشینوونکې نمونه ده، چې په کلابنده غزه کې فلسطینیان ورسره مخ دي.
اسرائیلي یرغلګرو په خان یونس کې د یوې ډاکټرې پر کور برید کړی، چې ۹ ماشومان یې پکې شهیدان شوي او نږدې ټوله کورنۍ یې له منځه تللې ده.
د غزې د دولتي رسنیو دفتر وايي، د شهید شویو ماشومان عمرونه، چې دوه یې لا هم تر خاورو لاندې دي، له ۷ میاشتو څخه تر ۱۲ کلونو پورې دي.
د ناصر روغتون د ماشومانو د څانګې مشر احمد الفرا ویلي، په دې برید کې د یادې ډاکټرې خاوند هم سخت ټپي شوی، چې په ناصر روغتون کې تر درملنې لاندې دی. د دې جوړې یوازینی ژوندی پاتې ۱۱ کلن زوی هم ژور ټپي او په روغتون کې بستر دی.
نوموړي په نړۍ غږ کړی تر څو د انسانیت ملاتړ وکړي او د اسرائیلي رژیم د بمباریو پر ضد غږ پورته کړي.
احمد الفرا زیاته کړې: “دا ماشومان غږ نه لري، د دوی مور سخت ټکان خوړلی. هیله کوم په نړۍ کې ټول د دې غږ و اوسئ. هیله کوم.”
اسرائیلي یرغلګرو د خان یونس په شمول په غزه کې پراخه پوځي عملیاتو ته دوام ورکړی او په یوه خطرناکه جګړهیيزه سيمه یې بدله کړې ده.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې له جمعې ورځې څخه د شنبې تر غرمې پورې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۷۹ فلسطینیان شهیدان شوي. په دې شمېرنو کې د غزې د شمالي برخې تلفات د نه لاسرسي له امله نه دي ثبت شوي.