د یو شمېر عربي او اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د نړیوالو سازمانونو استازو پر غزه د اسرائیلي اشغالګرو بریدونه غندلي او د جګړې د سملاسي درېدو غوښتنه یې کړې ده.
یادو وزیرانو او استازو په غزه کې د اسرائیلي وحشتونو، چې هره ورځ د فلسطینیانو د مړینې او پراخه قحطۍ لامل کېږي، پر بندولو ټینګار کړی دی.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې نړیواله ټولنه باید پر اسرائیلو بندیزونه ولګوي، تر څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.
دا د “ماډریډ ګروپ” په نوم د لوړې کچې پینځمه رسمي غونډه ده، چې پرون (یکشنبه، د غبرګولي ۴مه) د اسپانیا په پلازمېنه ماډریډ کې شوې ده.
دوی د غزې د کلابندۍ پر سملاسي پای ته رسولو هم ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له قید او شرط پرته باید دې تړانګې ته بشري مرستې پرېښودل شي.
اسرائیلي یرغلګرو له تېرو نږدې درېیو میاشتو راهیسې غزې ته د بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او دا تړانګه د خوړو، اوبو، تېلو او درملو د کمښت له امله له جدي ناورین سره مخ ده.
که څه هم په وروستیو کې محدودو بشري مرستو ته اجازه ورکړل شوې، خو ملګرو ملتونو دا مرستې د سمندر له څاڅکي سره ورته بللې او ډېری مرسته رسوونکو بنسټونو بیا د محدودو مرستو په تړاو د نتانیاهو اعلان د واقعیت د پټولو هڅه بللې ده.
مرستندویه بنسټونه وايي، اسرائیلو چې په وروستیو کې کومو بشري مرستو ته اجازه ورکړې، له اړتیا ډېرې کمې دي. د مسولینو په وینا، اسرائیلي یرغلګرو له تېرې چهارشنبې راهیسې ۱۰۰ موټره بشري مرستې غزې ته پریښې دي.