د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې له رییس فریدون شیرالله سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې پلاوي ته ښه راغلاست ویلی، د دوی د همکاریو هرکلی یې کړی او ویلي یې دي؛ موږ د موسساتو سره د همکارۍ په لټه کې یو، ترڅو هغوی ته د لا ښه فعالیت زمینه برابره کړو.
نوموړي، همداراز په کاري ساحو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې رییس د دې ادارې د چټک کاري بهیر ستاینه کړې او د یادې کمېټې په اړه یې معلومات وړاندې کړي دي.
نوموړي ویلي، یاده کمېټه په ۳۰ ولایتونو کې فعالیت کوي او کوښښ کوي چې اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.
د یادونې وړ ده، چې یاد هوکړه لیک د ۳۱۴ زره او ۲۸۸ امریکایي ډالرو په ارزښت لاسلیک شو.
د دې هوکړه لیک له لارې به د غور ولایت په چار سده، دولینه او شهرک ولسوالیو کې د دوه زره او ۹۵۳ سېلاب ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وشي.
د دې خوراکي کڅوړې قیمت چې ۸۰ ډالره کیږي، په کې ۸۹ کیلو ګرامه اوړه، ۲۱ کیلو ګرامه وريجې، اووه کیلو ګرامه غوړي، نهه کیلو ګرامه دال او یو کیلو ګرام مالګه شامل دي.