د بهرنیو چارو وزارت وزیر امیرخان متقي د چین د لوېديځ ۲۰ نړیوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ګډون او وینا کړې.
مولوي امیرخان متقي په یاد کنفرانس کې ویلي، لویدیځ چین د مرکزي جنوبي اسیا او منځني ختيځ ترمنځ د یو پل حیثیت لری، افغانستان د خپلې جغرافیایي موقعیت له امله نور د یو «په وچه کې راګیر» هېواد په توګه نه، بلکې د نورو هېوادونو په څېر ځان یو ځمکنی پل بولي، چې ملتونو، بازارونو او تمدنونو سره نښلوي.
نوموړي زیاته کړې، افغانستان د پراخو طبیعي زیرمو، ځوان نفوس، کرنیزو تولیداتو او مهم جغرافیايي موقعیت له امله کولی شي د سیمې د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر څلورلارې بدل شي.
ښاغلي متقي ویلي، افغان ملت اوس له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو لپاره هڅې پیل کړي، څو له دې لارې د هېواد سوله، سوکالي او دوامدار پرمختګ تضمین کړي.
نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره او متوازن سیاست له مخې له ټولو هېوادونو سره د مثبت تعامل او اقتصادي همکاریو اعلان کړی دی.
ښاغلي متقي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت د پانګونې او سوداګرۍ لپاره خوندي چاپېریال رامنځته کړی، تر څو بهرني پانګوال او سوداګر وکولی شي په ډاډه زړه پانګونه او سوداګري وکړي.
نوموړي زیاته کړې، هېواد کې صنعت په لنډ وخت کې د پام وړ پرمختګ کړی او یوازې په دې وروستیو کې شاوخوا ۲۰۰۰ نوې کارخونې جوړې شوې دي.
د ښاغلي متقي په وینا، افغان حکومت له فساد څخه پاک له ټولو اقتصادي شریکانو سره برابرۍ ته ژمن او د شفافو اصولو پر بنسټ تعامل ته دوام ورکوي او همدا د دې سبب شوی چې د افغانستان پر وضیعت د بهرنیو پانګوالو ځانګړی باور پیدا شوی دی.
مولوي امیرخان متقي ویلي، چین نه یوازې د افغانستان یو ګاونډی هېواد دی، بلکې زموږ یو ښه اقتصادي شریک هم دی.
نوموړي د چین رول په کرنه، ټکنالوژۍ او بنسټیزو زیربناوو کې مهم بللی او زیاته کړې یې ده، هڅه کوو چې په یادو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تل پاتې همکاري برابره کړو.
په پای کې مولوي امیرخان متقي ویلي او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان دروازې د ټولو هغو سوداګرو او پانګوالو پرمخ خلاصې دي، چې غواړي له افغانستان سره کار وکړي.