ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د جرمني لومړي وزیر په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو کړنې غندلې

د جرمني لومړي وزیر فریدریش مېرتس په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو کړنې غندلې او ویلي یې دي، چې ملکي وګړو ته د زیان رسولو کچه نور د توجیه وړ نه ده.

د رویټرز د راپور له مخې، نوموړي په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي، چې په غزه کې پولې تر پښو لاندې شوې او نړیوال بشري قوانین نقض شوي دي.

مېرتس زیاته کړې: “اسرائیل باید داسې کړنې ونه کړي، چې خپل نږدې ملګري یې هم منلو ته چمتو نه وي.”

د جرمني لومړي وزیر ټینګار کړی، چې نه پوهېږي اسرائیلي یرغلګر په غزه کې د کومو موخو لپاره جګړه کوي.

په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د روانو پوځي عملیاتو پر ضد نړیوال غبرګونونه زیات شوي او ان نږدې متحدینو یې هم پر وړاندې د اقداماتو اعلان کړی دی.

له دې وړاندې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لامي د صهیونیستي رژیم عملیات غندلي وو او د غزې د کلابندۍ پای ته رسولو او د بریدونو د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې وه.

برېتانیا ګواښ کړی و، چې که اسرائیل په غزه کې خپلو وروستیو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي او له خنډ پرته د مرستو رسول ډاډمن نه کړي، نو پر وړاندې به یې اقدامات وکړي.

فرانسې، کاناډا او برېتانیا هم د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د پوځي عملیاتو زیاتوالی غندلی و او ژر تر ژره یې د بریدونو د درېدو او کلابندۍ د ختمېدو غوښتنه کړې وه.