د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د پروان ولایت د سنجد درې په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۰ کلنه شخړه د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر حافظ مولوي عبدالجلال فیصل، د سیمهيیزو مسولینو، علماوو، قومي مشرانو او ولسي خلکو په هڅو حل شوه.
په دغه شخړه چې له امله یې درې تنه وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان شوي او دواړو خواوو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي وو، د جوړجاړي لپاره په یوه ځانګړې غونډه کې د دواړو لوریو ترمنځ عفوه او پخلاينه وشوه.
د شخړې د حل په غونډه کې د پروان والي مفتي محمد ادريس انوري او نورو ګډونوالو د سولې، یووالي او د ولسونو ترمنځ د ورورولۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او دا یې د دنیا او اخرت کامیابي وبلله.
جرګه کوونکو د ښکېلو خواوو تر رضایت وروسته پرېکړه وکړه او دواړه کورنۍ یې له یو بل سره پخلا کړې.
پخلا شويو کورنيو د اسلامي امارت له مسولينو، په ځانګړي ډول د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له امر څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به هېڅ ډول تاوتريخوالی نه کوي.