ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېرو دوو میاشتو کې څه‌باندې ۲۱ زره زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه ۲۱ زره او ۱۵۳ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي، چې ۱۳ زره او ۸۳۵ یې د لویانو او اووه زره او ۳۱۸ نور یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي چې د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (۱۴ زره او ۵۲۱) کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، هرات د یو زر او ۱۵۳، بلخ د ۹۸۲، خوست د ۹۷۳ او ننګرهار ولایت د ۷۷۶ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

له بل لوري ارقام ښیي، چې لس زره او ۳۸۱ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې لس زره او ۷۷۲ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت امریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د ټول هېواد په کچه درې زره او ۴۵۶ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلي، چې تر ټولو زیاتې یې په کابل، کندهار، فراه، خوست او بلخ ولایت کې دي.

د يادونې وړ ده، چې د ژوند پېښو او بهرنیو وګړو د ثبت ریاست چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په تشکیل کې نوی رامنځته شوی، په هېواد کې د ژوند پېښو (زېږونونو، مړینو، ودونو او طلاق)، د هوايي ډګرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنیو وګړو د تګ او راتګ د ثبت او د هېواد د تابعیت اخیستلو او پرېښودو د اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو مسولیتونه پر غاړه لري.