ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ په کابل کې د صنعت اونۍ څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

د دې نندارتون په پرانیست‌غونډه کې د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو، پانګوالو، سوداګرو او ګڼو هېوادوالو ګډون کړی و.

مسولینو په دې مراسمو کې ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته اقتصادي ودې ته ښه زمینه برابره شوې او د افغانستان صنعتي سکټور د پام وړ وده کړې ده.

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، چې اسلامي امارت د هېواد د صنعتي کېدو لپاره مهم اهداف تعقیب کړي او بېلابېلو ولایتونو کې یې د صنعتي پارکونو جوړېدو ته لومړيتوب ورکړی دی.

ښاغلي برادر زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي، چې د وارداتو پر ځای کورني تولیدات زیات شي.

د نوموړي په وینا، اوس‌مهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې پر ځان بسیا شوی دی.

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي بیا د کورنیو تولیداتو پر بشپړ ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي، له کورنيو تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه هېواد ته پر هغو وارداتي توکو تعرفه وضعه شوې، چې په کور دننه هم تولیدېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د هېواد ټول تولیدات باکیفیته یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې په افغانستان کې به صنعتي انقلاب رامنځ کېږي.

ښاغلي عزیزي ویلي، اوس‌مهال په هېواد کې د تولیداتو کچه زیاته شوې او ډېری معمولي توکي چې پخوا به را واردېدل اوس په کور دننه تولیدېږي.

د کور او ښار جوړولو وزير مولوي حمدالله نعماني په دې مراسمو کې له هېوادوالو غوښتي، تر څو د کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او ګټه ترې واخلي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرایوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د سیاسي خپلواکۍ د ساتلو لپاره پر اقتصادي ځان بسیاینه ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت شپه او ورځ هڅې کوي، تر څو صنعتي پارکونو ته په کافي اندازه برېښنا ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، برېښا شرکت په تېرو ۷ میاشتو کې د څه باندې ۹۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې ډیزاین کړي، چې ځینې یې پرانیستل شوې هم دي.

ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، راتلونکې اونۍ به د لوګر صنعتي پارک کې د ۴۰ مېګاواټه برېښنا د او ۱۲۶ مېګاولټ ظرفیت لرونکی سب‌سټېشن پروژه هم پرانیستل شي.

د صنایعو او کانونو خونې رییس شېرباز‌ کمین‌زاده ویلي، چې د هېواد صنعتکاران به په نږدې راتلونکي کې کورني تولیدات په ۲۵ سلنه تخفیف هېوادوالو ته وړاندې کړي.

ښاغلي ‌کمین زاده زیاته کړې، د صنعت وده د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ده او له بیا واکمنېدو وروسته یې د هېواد صنعت د پام وړ وده کړې ده.