د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په کابل کې د صنعت اوونۍ د څلورم ملي او نړیوال نندارتون پرانیسته وکړه.
دغه نندارتون نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې په شپږمه نېټه په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون په مرکز کې پرانیستل شو.
ملا عبدالغني برادر اخوند صنعت د هر ملت د پرمختګ بنسټ یاد کړ او ویې ویل؛ موږ نن ورځ د هغو هېوادونو شاهدان یو چې یوازې د صنعتي انقلاب له برکته یې خپل زېربنايي بنسټونه قوي کړي، بېکاري یې له منځه وړې او خپلو تولیداتو ته یې ښه مارکېټونه پیدا کړي دي.
نوموړي زیاته کړه؛ د صنعت اوونۍ یوازې سمبولیک عنوان نه، بلکې دا د یوه حرکت، بدلون او قوي عزم څرګندونه کوي، چې موږ باید له وارداتي اقتصاد څخه؛ تولیدي، صادراتي او په خپلو پښو ولاړ اقتصاد لوري ته ولاړ شو.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وویل؛ د اسلامي امارت له راتګ سره سم د صنعت سکټور د پام وړ پرمختګ کړی. تر دې دمه شاوخوا یو زر او ۵۰۰ نوې کارخونې جوړې شوې، چې له امله یې نږدې ۷۰ زره هېوادوالو ته د دایمي کار زمینه برابره شوې ده.
اوسمهال افغانستان په ۱۳۸ صنعتي او تولیدي سکټورونو کې ځان بساینې ته رسېدلی، دغه پرمختګ نه یوازې د بېکارۍ د کمولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي، بلکې د اقتصادي ثبات او پیاوړتیا لپاره هم بنسټیز ارزښت لري.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړه؛ اسلامي امارت د هېواد د صنعتي کېدو لپاره په بېلابېلو ولایتونو کې د صنعتي پارکونو جوړېدو ته لومړیتوب ورکړی، چې په نږدې ورځو کې به په صنعتي ساحو کې صنعتکارانو ته د ځمکو د ملکیت سند د ورکړې شاهدان و اوسو.
دا صنعتي پارکونه به نه یوازې د تولید لپاره چاپېریال برابر کړي، بلکې لسګونه زره هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل؛ اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې، چې هغه په کور دننه تولیدېږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي.
د دې تر څنګ ټولو امارتي ادارو ته لارښوونه شوې، چې په خپلو خریداریو او تدارکاتي پروسو کې کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړیوال نندراتون په مراسمو کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال وویل؛ د اسلامي امارت له راتګ سره په هېواد کې د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده. دا مهال د برېښنا، کانونو، کرنې، صنعت، ترانسپورټ، زېربناوو، مخابراتو، روغتیا او ګڼو نورو سکټورونو کې کورنیو او بهرنيو پانګوالو عملا پانګونې کړې او په دې برخه کې ورته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شوې دي.
نوموړي صنعتکاران د هېواد د اقتصاد جوړولو بنسټیز ځواک وباله او د صنعت په برخه کې یې د هغوی د هڅو او نوښتونو ستاینه وکړه.
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه؛ تاسې په خپلو تولیداتو کې د کیفیت، قیمت او کمیت تضمین راکړئ، زه له همدې سټېجه وعده درکوم چې د کورني تولید د ملاتړ په موخه به له بهر څخه پر ورته واردېدونکو اقلامو د ځان بساینې په اندازه تعرفه لوړه کړو.
د صنعت اوونۍ څلورم ملي او نړيوال نندارتون د هېواد د ملي صنعت د وړتیاوو، ظرفیتونو او لاسته راوړنو د پیژندنې په موخه جوړ شوی، چې سلګونو کورنیو شرکتونو د خوراکي توکو، درملو، لبنیاتو، ساختماني توکو، لاسي صنایعو، غالیو، پلاستیک، بټریو جوړولو، اوسپنې ویلې کولو او لسګونو نورو برخو کې خپل صنعتي تولیدات او کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې کړي دي.
هېره دې نه وي، چې دغه نندارتون به یوه اوونۍ دوام وکړي.