د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د چارو ادارې او د اداري اصلاحاتو ریاست په نوښت د وزارتونو د دفترونو رییسانو لپاره جوړ شوي اصلاحاتي او د ظرفیت لوړونې سیمنار پای غونډې ته وینا وکړه.
د کورنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې وویل؛ د رهبرۍ په کچه د اصلاحاتو، د چارو د اسانتیاوو، عامه خدمتونو د معیاري کولو او د قانوني چوکاټ د جوړښت په برخو کې جدي او پرلهپسې هڅې روانې دي.
خلیفه سراجالدین حقاني زیاته کړه؛ عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د اصلاحاتو د رامنځته کېدو، د خلکو د خدمتونو د پراختیا او د اصولي قانون جوړونې په لاره کې شپه او ورځ هڅه کوي.
نوموړي له دولتي مسولینو غوښتنه وکړه، چې له رعیت سره ښه چلند ولري.
ښاغلي حقاني یادو رییسانو ته په خطاب کې وویل؛ تاسو د حکومتي پرېکړو عملي کوونکي یاست، خلک ستاسې دروازو ته مراجعه کوي، د ملت او حکومت ترمنځ اړیکه ستاسو له لارې ټینګېږي؛ نو باید د خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وکړئ، په صداقت، اخلاص او ژمنتیا ځواب ورکړئ او د دوی او نظام صادقانه استازیتوب وکړئ.
نوموړي د اداري کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په اړه هم ټینګار وکړ او ویې ویل؛ اداري زدهکړه نیمګړتیا نه، بلکې د ویاړ وسیله ده.
د کورنیو چارو وزیر د خپلو خبرو په پای کې وویل؛ د اسلامي نظام حیثیت باید زموږ د شخصي ګټو، غوښتنو او مقامونو په پرتله ډېر ارزښت ولري. خپلې چارې باید د فرمانونو، قوانینو او مقرراتو په رڼا کې پرمخ یوسئ.