ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په غزه کې د ظلم او نسل وژنې پر وړاندې غږ!

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هېوادوالو غوښتي، تر څو سبا (جمعه، د غبرګولي ۹مه) د غزې د روان ظلم او نسل‌وژنې پر ضد غږ پورته کړي.

په دې اعلامیه کې راغلي: “ټولو ته معلومه ده، چې د فلسطين په غزه کې له تېر يو نيم کال راهيسي په بې‌ګناه فسلطينيانو د غاصب صهيونيستي رژيم له لوري سخت ظلم او تجاوز روان دی. د لسګونه زره بې‌ګناه انسانانو، ښځو او ماشومانو له شهادت او د غزې له يو مخيز تخريب وروسته اوس صهيونيستي يرغلګرو اراده کړې، چې د غزې اوسيدونكي قتل عام كړي يا یې په بشپر ډول له منځه يوسي. د غزې پر خلکو د مصنوعي قحطۍ تحميل او مسلسل بمبارونه د همدې خبرې ثبوت دی.”

څرنګه چې موږ د ایماني او انساني خواخوږۍ له مخې د غزې له مظلومو خلکو سره په همدردۍ او ملاتړ مکلف یو، نو په همدې اساس حج او اوقافو وزارت له هېوادوالو غوښتي، تر څو سبا (جمعه، د غبرګولي ۹مه) په ټول هېواد کې د غزې د روان ظلم او نسل وژنې پر ضد غږ پورته کړي.

یاد وزارت د مساجدو له امامانو غوښتي، چې د جمعې د ورځې په بیانونو کې دې د روان ظلم او نسل وژنې د بیانولو تر څنګ د هغه د پای ته رسولو لپاره هم غږ پورته کړي. دغه راز په ټولو مساجدو كې دې د قران‌كريم ختمونه او د غزې لپاره دعاګانې وشي.