د ملي دفاع وزارت اړوند د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو څخه ۷۵ تنه منسوبین د مخابرې، سټلايټ او کمپیوټر په برخو کې د اته ورځني مسلکي سمینار تر بشپړولو وروسته، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د کشف او استخباراتو د معینیت رییس مولوي حيات الله حاجي ماما، د ستردرستیز مرستیال حاجي مالي خان صدیق، د ملي دفاع وزارت ګڼو ریيسانو او یو شمېر نورو مسولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسولینو ویلي، دا ډول سیمینارونه د اسلامي اردو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره یو مهم ګام دی.
یادو مسولینو زیاته کړې، چې زموږ ملي اردو په قوي عقیده، نظم او د الهي نصرت پر باور سمباله ده او په پوره پیاوړتیا به د اسلامي نظام او هېواد دفاع ته ادامه ورکوي.
دغهراز دوی له فارغ شویو منسوبینو غوښتي، چې ترلاسه کړې زده کړې په مؤثر ډول وکاروئ، د نظامي اسرارو ساتنه وکړئ او د دښمنانو شوم اهداف له ناکامۍ سره مخ کړئ.
مراسم د فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته رسېدلي.