د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوګر د والي او مرستیال والي په ګډون د دې ولایت له ټولو رییسانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د لوګر والي مولوي قدرت الله امیني ویلي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام لپاره د لوګر ولسونو ډېره قرباني ورکړې او د دې نظام د بقا لپاره لا ډېرې قربانۍ ته چمتو دي.
نوموړي د لوګر د امنیتي، ټولنیز او اقتصادي وضیعت په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړې او ویلي یې دي، چې په دې ولایت کې د ټولو امنیتي او ملکي ادارو کارونه په ښه ډول روان دي او بنسټیزو پروژو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.
ښاغلي امیني دغه راز ویلي، چې په ولایتي کچه یې ښه همغږي رامنځته کړې او د اسلامي امارت له مشرانو یې غوښتې چې لوګر ولایت ته لا ډېره پاملرنه وکړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د دې ولایت مسولینو ته ویلي؛ د افغانانو مبارزه د اسلامي نظام لپاره وه، چې د هېوادوالو د دې مبارزي له برکته اسلامي نظام قایم شوی دی.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، چې اوس د هېواد د ابادۍ وخت راغلی او ټول باید د هېواد په ابادۍ کې برخه واخلو.