ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اوکرایني چاودېدونکې ډرون الوتکو یو ځل بیا پر مسکو برید کړی

روسي چارواکي وايي، چې نن سې شنبه سهار وختي د مسکو پر بېلا بېلو سیمو د ډرون الوتکو بریدونه شوي.

دا ډرون الوتکې یو ځل بیا مسکو کې له هغې دنګې ودانۍ سره جنګول شوې، چې د تېرې یکشنبې په ورځ هم ورته برید کې په نښه شوې وه.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین دغه برید تایید کړی او ویلي یې دي، چې مسکو ته تلونکې څو نورې ډ‌رون الوتکې د هوايي دفاعي سیسټم په وسیله راغورځول شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې په دې برید کې د یادې ودانۍ یوویشتم پوړ زیانمن شوی، خو مرګ ژوبله یې نه ده اړولې او د بېړنیو خدماتو مسولین سیمې ته رسېدلي دي.

په تېرو دوو ورځو کې دا دویم ځل دی، چې پر مسکو د بې پیلوټه الوتکو پرله‌پسې بریدونه شوي.

د یادولو وړ ده، چې د روسیې او اوکراین له جګړې وروسته ډېر لږ روسیه د اوکراین له لوري په نښه شوې، خو په روان زېږدیز کال کې دا څومه پېښه ده چې پر روسیه کې اوکرایني ډرون الوتکې بریدون کوي او یا له منځه وړل کېږي.

له بل لوري له دې بریدونو څو ساعته وړاندې اوکراین کې د زلینسکي پر پلرني ټاټوبي کریفیي ریه ښار برید شوی، چې د یوه لس کلن ماشوم او د مور په ګډون یې شپږ کسان پکې وژل شوي.

د اوکرایني چارواکو په وینا؛ په دې برید کې نږدې ۷۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د روسي ځواکونو دا توغندي د عامو خلکو پر استوګنځي او پوهنتون لګېدلي، چې ځايي چارواکو یو ورځنی ماتم پرې اعلان کړی دی.