ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ډونالډ ټرمپ او ایلان ماسک تر منځ د ناندریو زیاتوالی؛ د تېسلا شرکت ونډې ۱۴ سلنه راټیټې شوې دي

په وروستیو ورځو کې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د ټېسلا او سپېس‌اېکس بنسټ‌ګر امریکايي میلیاردر اېلان ماسک ترمنځ لفظي شخړې او توندې نیوکې زیاتې شوې دي.

دا ترینګلتیاوې تر ډېره په ټولنیزو رسنیو کې لفظي شخړو ته ورته وې، خو وروسته له هغې زیاتي شوې چې ماسک د ټرمپ پر نوې مالیاتي لایحه نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا لایحه به د حکومت بودیجوي کسر زیات کړي.

ماسک دغه‌راز پر خپله ایکس پاڼه کې ټرمپ “ناشکره” بللی او ویلي یې دي، چې که د ده مالي ملاتړ نه وای، ټرمپ به ټاکنې نه وای ګټلې.

له بلې خوا ټرمپ د ماسک څرګندونو ته په غبرګون کې ګواښ کړی، چې د نوموړي اړوند شرکتونو دولتي قراردادونه به لغوه کړي؛ دغه ګواښ د ټېسلا شرکت ونډې ۱۴ سلنه راټیټې کړې او نږدې ۱۵۳ میلیارده ډالر ارزښت یې له لاسه ورکړی دی.

ټرمپ دغه‌راز پر خپله ټولنیزه پاڼه (Truth Social) کې ماسک “لیونی” بللی او ویلي یې دي چې له هغه نه نهیلی شوی دی.