د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او په سعودي عربستان کې د افغانستان د حج بعثې عمومي رییس شیخ نور محمد ثاقب د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت په رسمي بلنه د«ختامه مسک» تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
یاده غونډه، چې د۱۴۴۶ هجري قمري کال د حج د مناسکو د بریالي ترسره کېدو وروسته جوړه شوې وه، دافغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزیر او نورو ګڼو اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو پکې ګډون درلود.
په دې ناسته کې د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر دکتور توفیق بن فوزان الربیعه د اسلامي هېوادونو د حج بعثو مسولینو هڅې او اغېزمن مدیریت ستایلی دی.
نوموړي د افغانستان په ګډون په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو د بعثو قدرداني کړې، چې د حاجیانو ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه کړې او د مناسکو په ټولو پړاوونو کې یې غوره انسجام او رهبري ښکاره کړې ده.
د اسلامي هېوادونو د حج بعثو مشرانو د سعودي عربستان له حکومت، د حج او عمرې وزارت او اړوندو ادارو څخه د حاجیانو لپاره په مکه مکرمه او مدینه منوره کې د سږني حج پر مهال د غوره خدمتونو او اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه کړې ده.
په غونډه کې د راتلونکي کال د حج لپاره د پلان جوړونې او همکارۍ په موخه د سعودي عربستان د حج او عمرې وزیر له لوري د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ته د راتلونکي کال رسمي «حج وثیقه» او تفصیلي برنامه هم سپارل شوې او دواړو لوریو ژمنه کړې، چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د حج په جریان کې به د افغان حاجیانو لپاره نورې اسانتیاوې، لا ښه همغږي او ښه نظم رامنځته کړي