د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمدجان بلال په ګډون، د اسلامي امارت یوه لوړپوړي پلاوي د اوزبیکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر وکړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، د دې سفر موخه په تاشکند کې د پانګونې په څلورم نړیوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو پرېکړو او ژمنو تعقیب دی.
یاد کنفرانس د سیمې له مهمو او سترو غونډو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال د شاوخوا ۱۰۰ هېوادونو د ولسمشرانو، لومړي وزیرانو او وزیرانو په ګډون جوړېږي.
ټاکل شوې چې د اسلامي امارت دغه پلاوی د اوزبیکستان او نورو هېوادونو له چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په موخه کتنې هم ولري.