د کرنې او مالداري سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري او مل پلاوي لغمان ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي قاري زین العابدین عابد، ولسوالانو او د بېلابېلو ادارو له مسولینو سره لیدنه کړې.
نوموړي د دې ولایت له څېړنیزو فارمونو او بڼونو لیدنه کړې او د بزګرانو ګڼو ستونزو ته یې رسېدنه کړې ده.
د لغمان والي ویلي، چې د دې ولایت ولسونه متحد دي، امنیت قایم دی او اوس په کار ده، چې بنسټیزې پروژې پلې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې لغمان کې په بشپړ ډول ځنګلونه ساتل شوي او ولسونه له حکومت سره په ګډه د ځنګلونو او طبیعي زیرمو ساتنه کوي.
ښاغلي عابد د کرنې له سرپرست وزیر غوښتې، چې د لغمان لپاره د چیک ډیمونو په جوړولو او د شاړو ځمکو په زراعتي ځمکو بدلولو کې هڅې وکړي، ترڅو د لغمان ولسونه یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې پرځان بسیا شي.
مولوي عطاء الله عمري د لغمان د والي هڅې ستایلې او ویلي یې دي، چې لغمان ته یې د سفر موخه د ځنګلونو او طبیعي زیرمو ساتنه او په دې اړه له ولایتي مسولینو، ولسونو او بزګرانو سره همغږي کول دي.
د نوموړي په وینا؛ د کرنې وزارت هڅه کوي ترڅو بزګرانو او مالدارانو ته داسې سیستمونه جوړ کړي، چې له خپلو چارو عواید لاسته راوړي او ښه بازار ومومي.
د ښاغلي عمري په وینا؛ کرنې وزارت پلان لري چې سږکال د لغمان په شمول په ټول هېواد کې سلګونه چیګ ډیمونه جوړ کړي.
د لغمان اوسېدونکو او بزګرانو د سرپرست وزیر په ورتګ خوښي ښودلي او ویلي یې دي، چې د لغمان ولسونه لازیاتې زراعتي ځمکې ته ضرورت لري، د زراعت او مالدارۍ لپاره د دې ولایت خاوره او هوا مساعده ده او باید پاملرنه ورته وشي.
دوی همدا راز ویلي، چې شاهي کانال، کله ګوش بند، وطن ګټو بند او د ځینو نویو کانالونو جوړولو ته اړتیا لري، چې د اسلامي امارت مسولین باید توجو ورته وکړي.
د کرنې او مالداري سرپرست وزیر د ټولو ولسونو ستونزې اورېدلې او ډاډ یې ورکړی، چې ټولو غوښتنو ته به یې پر وخت رسیدنه وشي.
د کرنې او مالداري سرپرست وزیر د ځنګلونو او طبیعي زېرمو ساتنې په موخه لغمان ته سفر کړی
