د ایران دولت پر یاد هېواد د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د وروستیو بریدونو په غبرګون کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دې رژیم شپنی یرغل، چې د ایران د ولس، قوماندانو او ساینسپوهانو د وژل کېدو لامل شو، یو ځل بیا دا حقیقت څرګند کړ، چې دغه نامشروع رژیم نه یوازې له هېڅ نړیوال قانون سره ژمنتیا نه لري، بلکې د یو مست زنګي په څېر د بشري حقونو او نړیوالو اصولو پر سر له ډنډوره وهونکو لوېدیځوالو سترګو پر وړاندې په ښکاره او بې شرمه توګه ترهګري ترسره کوي او د جګړې اور ته لمن وهي.
په یاده اعلامیه کې راغلي، له ایران سره د جګړې پیل د زمري سره لوبې کول دي. د شپې لخوا بزدلانه بریدونه، چې د ایران د هستهيي مسلې د دیپلوماټیکو هڅو تر سیوري لاندې ترسره شول، دا ښيي چې دغه رژیم د ایران د قناعت، عقلانیت او دفاعي ځواک له تاثیر څخه وېره لري.
موږ ایرانیان، که څه هم په تېرو ۲۰۰ کلونو کې د هېڅ جګړې پیل کوونکي نهیو، خو د خپل هېواد، عزت او خپلواکۍ دفاع کې مو هېڅکله شک نهدی کړی او نه به یې وکړو.
اعلامیه کې ویلي شوي، د اسراییلو لهخوا د ایران پر خاوره یرغل او د یاد هېواد د قوماندانانو بزدلانه ترور دا ثابته کړه، چې دا رژیم له اصله تروریستي ماهیت لري.
اعلامیې زیاته کړې، اوس موږ، د ایران ولس، دولت او نظام، کولای شو تر هر وخت لوړ غږ وکړو، چې صهیونیستي رژیم یو متجاوز او تروریست رژیم دی.
موږ د انتقام اخیستو او دفاع حق خپل مشروع حق بولو او یو موټی، یوغږ او له هر ډول سیاسي اختلاف پرته، باید دې ماشوموژونکي تروریستي رژیم ته قاطع او سخت ځواب ورکړو.
د دې خاورې، فضا، اولادونو، قوماندانانو، ساینسپوهانو او ټولو هېوادوالو دفاع، د ایران د اسلامي جمهوریت دولت او وسلوالو ځواکونو اساسي مسوولیت او مکلفیت دی او موږ به له دې مسوولیت نه په هېڅ ډول شاته نه شو.
اعلامیې کې راغلي، چې د ایران اسلامي جمهوریت له همدې شېبې څخه د غاصب اسرائیل د پښېمانولو لپاره اړین دفاعي، سیاسي او حقوقي اقدامات پیل کړي او صهیونیستانو ته به خوب حرام کړي.
همدا راز ایران د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې د نړیوال نظام د سقوط پر وړاندې د خپل حیثیت او شتون څخه دفاع وکړي.
اعلامیه کې ویل شوي، دا د یو ملت او یو دولت غږ دی، چې نړۍ شاهدوي چې موږ د جګړې پیل کوونکي نه وو، خو د دې کیسې پای به ایران لیکي.
د اسرائیلو صهیونیستي رژیم نن سهار (جمعه، د غبرګولي ۲۳مه) د ایران په پلازمېنه تهران او یو شمېر نورو ښارونو کې پر مهمو او حساسو اهدافو هوایي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندانۍ، اټومي تأسیسات، د وسلو جوړولو فابریکې او د ملکي وګړو د استوګنې یو شمېر ودانۍ په نښه شوې دي.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې، په یاده بمبارۍ کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز محمد باقري، د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي، د خاتم الانبیاء قرارګاه قوماندان غلامعلي رشید، د اټومي انرژۍ دوه ساینسپوهان محمد مهدي طهرانچي او فریدون عباسي، او یو شمېر نور چارواکي وژل شوې دي.