ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو لړۍ بشپړه شوه

د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د حج بهیر په بریالیتوب سره پای ته ورسېد او هېواد ته د حاجیانو دبېرته راستنېدو لړۍ د مدینې منورې څخه هېواد ته د وروستۍ الوتنې په را رسېدو سره بشپړه شوه.

د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د حاجیانو وروستۍ الوتنې ته د هرکلی په موخه غونډه جوړ شوې وه، چې په کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال  مولوي عبدالسلام حنفي، د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث دکتور مولوي نور محمد ثاقب، د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي نور جلال، د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت مرستیال مولوي صدیق الله عابد، د کابل نړیوال هوایي ډګر عمومي رییس عبدالهادی محمد، د کام ایر هوایي شرکت معاون اتیلا کامګار او نورمسزلین او د ارشاد حج او اوقافو وزارت مرستیالانو او مزکري رییسانو ګډون کړی و.

غونډه کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د خوښۍ ځای دی چې افغان حاجیان د حج دفریضې له ادا کولو وروسته هېواد ته راستانه شول.

نوموړي زیاته کړې؛ د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له رهبرۍ څخه منندوی یو چې په ډیر اخلاص او صداقت سره یې یاده پروسه تنظیم او مدیریت کړه.

ښاغلي حنفي زياته کړې، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د هلو ځلو په نتيجه کې د اړوندو ارګانونو په همګارۍ د هېواد دننه او سعودي عربستان کې د افغان حاجيانو د لېږد او ځای پر ځای کولو لپاره غوره اسانتياوې رامنځته شوې وي.

نوموړي دغو حاجیانو ته د بیرته راستنېدو دهرکلي ترڅنگ د مبرور حج د قبولي دعا  کړې ده.

همدا راز دکتور مولوي نورمحمد ثاقب ویلي، چې سږ کال مو د خدای ﷻ په مرسته په ډېرو کمو امکاناتو څه باندې  ۳۰ زره افغان حاجیان د حج د مناسکو ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لېږلي و، چې د حج د مراسمو وروسته بیرته خپل هېواد ته په خیر او عافیت سره راستانه شول .

ښاغلي ثاقب زیاته کړې، له سعودي عربستان څخه کابل نړیوال هوایي ډګر ته د حاجیانو د وروستي کاروان په را رسېدو سره د حج بهیر په بریالیتوب سره بشپړ شو.

دغه راز نوموړې ویلي، چې د حج د مراسمو له اداء کولو وروسته   حاجیانو ته اړینه ده چې وروسته له دې خپل ژوند د شریعت له اصولو او احکامو سره سم تیر کړي.

په دغه غونډه کې یو تن افغان حاجی چې سږ کال یې د فرضي حج په مراسمو کې ګډون کړی و ویلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري په مکه معظمه او مدینه منوره کې د حاجیانو لپاره هر ډول اسانتیاوې را منځته شوې وې او حاجیان ډېر زیات خوښ وو او هیڅ ډول ستونزې یې نه درلودلې.