ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد یعقوب مجاهد: د بیت المال ساتنې او د اسلامی نظام خدمت ته لومړيتوب ورکړئ

د ملي دفاع سرپرست وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد۲۰۱ خالد بن وليد قول ته سفر کړی او د دې قول اردو له مسولینو، منسوبینو او سرتېرو سره یې لیدنه کړې.
نوموړي په ختيځ زون کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول اردو کې د تشريفاتو قطعې د معاينې ترڅنګ د دغه قول اردو له ښوونيز مرکز څخه لیدنه کړې.
ښاغلي مجاهد د يادې قول اردو له قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او نورو چارواکو سره يو ځای د هېواد ختيځ زون د وضعيت ارزونه کړې او د نظم د لا ښه والي او اصلاحاتو د رامنځته کېدو په موخه يې اړینې لارښوونې ورته کړې دي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد هېواد کې د امنیت د تامین په برخه کې د مجاهدینو له شپه او ورځ هلو ځلو قدرداني کړې او له هغوی یې غوښتې چې خپلو مسولیتونو ته په کلک هوډ سره جدي پاملرنه وکړي او د هېواد د بيت المال ساتنې او اسلامي نظام خدمت ته لومړيتوب ورکړي.
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو قومندان ښاغلي مجاهد ته د ختيځ زون امنيتي وضعيت، له نورو امنيتي ارګانونو، ولايتي ادارو او ملکي واحدونو سره د ښې همغږۍ درلودلو په اړه بشپړ معلومات ورکړې او په دې برخه کې یې د لا زياتو هلو ځلو ډاډ ورکړی.
مولوي محمد یعقوب مجاهد د یادې قول اردو هڅې ستايلې او ډاډ یې ورکړی، چې په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې ستاسې ترڅنګ ولاړ یو او هيڅکله مو یوازې نه پرېږدو.