ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پکتیکا کې د یوناما له استازو سره د مرستو د جلب په موخه غونډه وشوه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې تېره ورځ (د غبرګولي ۲۷مه) د پکتیکا ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست او د یوناما د استازو ترمنځ د همغږۍ او د مرستو د جلب په موخه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې د راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو د اړتیاوو او اړینو مرستو په اړه خبرې شوي دي.

د پکتیکا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي حمدالله فاتح د دغه ولایت پر سرحدي موقعیت ټینګار کړی او ویلي یې دي، هغه کډوال چې له پاکستان څخه په زور راستنېږي، د سرپناه او بشري مرستو جدي اړتیا لري.

دغه‌راز نوموړي د یوناما له استازو غوښتنه کړې، چې د دغو کډوالو اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د یوناما استازو ژمنه کړې، چې پکتیکا ته به خپله پاملرنه زیاته کړي او په راتلونکې کې به د سرپناه او بشري مرستو په برخه کې همکاري وکړي.

همداراز، د غونډې په پای کې د یوناما استازو د راتلونکو پروژو او پلانونو په اړه له ښاغلي مولوي حمدالله فاتح سره معلومات شریک کړي دي.