د رویټرز د راپور له مخې، روسیې پرون سېشنبه د اوکراین په پلازمېنه کېیف هوايي بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۸ کسان وژل شوي او ۱۵۱ نور ټپیان دي.
د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې د اوکراین نظامي او صنعتي ځایونه په نښه شوي دي.
اوکرایني چارواکو ویلي، چې روسیې په دغو بریدونو کې د ښوونیزو بنسټونو په ګډون د اوسېدو ۲۷ ځایونه په نښه کړي دي.
دا په روان میلادي کال کې پر اوکراین د روسیې تر ټولو مرګونی برید ګڼل شوی دی.