ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وکړه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه وکړه.

دا غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د جوزا میاشتې پر ۲۸مه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۲۹ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې. له بحث وروسته ۲۴ پروژې تعدیل، دوې منظورې او دوې نورې لغوه شوې.

همدارنګه د یوې پروژې په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، تر څو له ګټونکو شرکتونو سره د پروژې د قیمت په اړه مذاکره وکړي او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.

په تعدیل شویو او منظور شویو پروژو کې د کندهار ولایت د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د جیولیت رمپ جوړول، د حیرتان-مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي تاسیساتو بیارغونه، له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک د لومړي او دویم لاټونو جوړول، د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د شامالان کانال بیارغونه، د هېواد په ګمرکونو کې د امنیتي کمرو نصب او په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنايي پروژو لپاره د اړتیا وړ وسایلو اخیستل شامل دي.

یادې پروژې د افغانستان اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.