ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم او د کونړ د علماوو شورا له رییس سره وکتل

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د بدخشان د جهادي مدرسې له مهتمم شیخ عبدالحفیظ او د کونړ د علماوو شورا له رییس شیخ عبدالقهار سره وکتل.

په پیل کې د بدخشان د جهادي مدرسې مهتمم او علماوو په بېلابېلو برخو کې د کډوالو چارو وزارت له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې ولس او حکومت باید په ګډه د اسلامي نظام ساتنې او پاېښت ته لا ډېر کار وکړي.

شیخ عبدالحفیظ ویلي، چې د اسلامي امارت لخوا علمي او ښوونېزې برخې ته د اړتیا وړ پام شوی او هیله یې څرګنده کړې، چې حکومت به د مدرسو او ښوونځیو شته ستونزو ته هم حللارې ولټوي.

ښاغلي مهتمم د یو لړ ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي دي.

همدارنګه په بله ناسته کې د کونړ د علماوو شورا رییس شیخ عبدالقهار د خپلو کړنو او فعالیتونو په یادولو سره ویلي، چې د علماوو شوراګانې په اغېزمن ډول خپلې چارې پر مخ وړي، د ګڼو ستونزو په حل کې له سمه‌يیزو مسولیتو سره همکاري کوي او خپلې سلا مشورې ورسره شریکوي.

مولوي عبدالکبیر راغلو علمای کرامو ته ښه راغلاست ویلی او په ټولنه کې یې د علماوو ارزښت مهم یاد کړی دی.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت هرې برخې ته متوجه دی او له توپیر پرته د ولس ستونزې هواروي.

مولوي عبدالکبیر شویو وړاندېزونو ته د رسیدنې پر څرنګوالي او حللارو خبرې کړې او زیاته کړې یې ده، چې د دینې مدرسو زده‌کوونکو ته دې د اړتیا وړ مهارتونه هم تدریس شي، تر څو په ټولنه کې ښه اغېز ولري.