د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو د تسخین او کثافاتو سیستم څارنه شوې او د ۱۳۱۸ پروژو او فعالیتونو چاپېریالي اغېزې ارزول شوي دي.
د یادې ادارې مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي، چې وروستي یوه کال کې د ۱۴۸۵۲ تاسیساتو، لوړپوړو ودانیو، حمامونو، فابریکو، تېلو تانکونو، رېګرېشنونو د خښتو بټیو او روغتیایي مرکزونو، د تسخین سیستم، سون توکو، شنې ساحې او کثافاتو مدیریت له سیستم څخه، د اصلاح او معیاري کولو په موخه څارنه شوې او د هېواد په کچه د ۱۲۳۳ پروګرامونو له لارې شاوخوا ۲۳۵۴۰۰ کسانو ته چاپېریالي زده کړې ورکړل شوي دي.
د مسولینو په وینا؛ تېر کال د عامه او خصوصي سکټور د ۱۳۱۸ پراختیايي، زېربنایي، صنعتي او تولیدي پروژو او فعالیتونو چاپېریالي او ټولنیزې اغېزې ارزول شوې، چې ۱۲۹۹ پروژې او فعالیتونه تایید او ۹۱ پروژې او فعالیتونه د چاپېریالي معیارونو د نه مراعتولو له امله رد شوي.
دغه راز د اقلیم بدلون او ژوند بڼو برخه کې د سرچینو اختصاص د شفافیت سیستم پروګرام او د لږ پرمختللیو هېوادونو صندوق له لارې د افغانستان د ۳۰ میلیون ډالرو سهمیې د مالي تعهد ترلاسه کول او د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د اقلیم بدلون او چاپېریال ساتنې د ۳۲ ځنډېدلیو پروژو د چارو پیلولو تعقیب، چې له دې جملې د دوه پروژو چارې پیل شوي او د اقلیم بدلون برخه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لاسته راوړنو څخه دي.
د یادې ادارې مسولین وایي، چې تېر کال د له منځه تللو خطر سره مخ وحشي ژوو او نباتاتو د ساتنې په موخه، خصوصي شرکتونو ته د وحشي ژوو نړیوال تجارت لپاره،۳۲ جواز لیکونه ورکړل شوي، د ۱۴۹ ژوو او نباتاتو له ښکار او سوداګرۍ څخه مخنیوی شوی او د ۴۹۳ ډوله وحشي حیواناتو او مرغانو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
دغه راز تېر کال د دولتي ادارو او خصوصي سکټور په همکاري د هېواد په کچه، کابو ۳۵ میلیونه میوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنول شوي دي.
د پروژو تطبیق او مالي سرچینو د جذبولو له لارې د اقلیمي بدلون مدیریت، د اقلیم بدلون مدیریت د پنځه کلن پلان ترتیب، د چاپېریال ککړوونکو سرچینو دوامداره څارنه او کنټرول، د ۱۴۰۲ کال لپاره د دې ادارې له عمده پلانونو څخه ګڼل شوي دي.