د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له شیخ حبیب الله سمنګاني او مفتي انعام الله سمنګاني سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې شیخ حبیب الله سمنګاني د سمنګان ولایت د خلکو د ټولنیز، امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال معلومات ورکړي.
نوموړي د یاد ولایت د امنیتي وضعیت په اړه ډاډ ورکړی او ویلي دي، چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول سمنګان کې امنیت او هوساینه د اسلامي امارت مجاهدینو د نه ستړي کېدونکو هلوځلو پایله ده او ولس یې د زحمتونو قدرداني کوي.
دغه راز سمنګاني د مواصلاتي لارو د ترمیم او جوړولو، د ښوونې او روزنې په څېر موضوعاتو ته په اشارې د اسلامي امارت له مسولینو غوښتې چې یادو موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د امنیت ټینګښت، د خلکو د معیشت وضعیت ته رسیدنه، ښوونه او روزنه، روغتیا او د نښلوونکو لارو رغول او جوړول د اسلامي امارت د اساسي تعهداتو او د خلکو د لومړنیو حقونو څخه شمېرل کېږي.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې مسولین به یادو موضوعاتو ته د خپل توان سره سم رسیدنه وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي: دهېوادوالو ستونزو ته رسېدنه د اسلامي امارت لومړیتوب دی
