د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني لغمان ته د سفر په ترڅ کې له چارواکو، علماوو او قومي مشرانو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دې ولایت د جهادي مدرسې رییس شیخ محمد سلیم حقاني په خپلو خبرو کې ویلي، چې دا نظام د الله تعالی په نصرت، د مجاهدینو په قربانیو او د ملت په ملاتړ رامنځته شوی.
دا قربانۍ باید هېرې نشي، د شهیدانو ستر ارمانونه پالل غواړي، په قدرت کې باید عجب او د بیت المال په لګولو کې بې احتیاطي ونه شي.
قومي مشرانو د لغمان په ګډون ټول هېواد کې د سرتاسري امن ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د اوسني وضعیت څخه په استفادې باید د وطن د بیارغونې او هغه یووالي د اعادې هڅې وشي، چې په افغان ملت کې تر دې څو لسیزو ناورینه دمخه حاکم و.
ورپسې د یاد ولایت والي زین العابدین د کورنیو چارو وزارت سرپرست ته د هرکلي ویلو تر څنګ مننه کړې، چې لغمان ولایت ته یې سفر کړی او د خلکو ستونزې او اصلاحي وړاندیزونه یې اورېدلي.
نوموړي ویلي، چې تېر دوه کلونه لغمان کې کومه بده پیښه نه لرو، زمونږ مجاهدین چې د ازادۍ د جنګ اتلان وو، له نېکه مرغه اوسمهال د وطن د امنیت اتلان دي.
د لغمان والي زیاته کړې، چې د دې نظام د پایښت په موخه موږ په هر ډول حالاتو کې، هر وخت او هر ځای خدمت ته چمتو یو.
ښاغلي خلیفه صاحب ویلي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله په ځانګړې لارښوونه او مشورې سره مجاهدینو ته د اصلاحي سیمینارونو جوړولو په موخه یوه کمیټه رامنځته شوې، چې له مخې به یې کشرانو مجاهدینو ته لازمې اصلاحي لارښوونې کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې د امیرالمؤمنین د حکم اطاعت کې لوی فضیلت دی، زموږ د یووالي ریښې له اسلام سره تړلې دي، لکه څنګه چې پرون مو خپل دین او ایمان په اتفاق ساتلی و، نن به هم هماغه وحدت او اتفاق ملت ته رسوو او ملي یووالی به په رښتینې توګه څرګندوو.
د ښاغلي وزیر په وینا؛ دا وطن او وګړي یې زموږ دي، موږ د دوی یو. هغه چا چې په تېر شل کلن جهادي پېر کې هم راسره ګډ مزل نه دی کړی، زمونږ دي او باید له پامه ونه غورځول شي.
خلیفه سراجالدین حقاني ویلي، چې زموږ د قربانیو ثمره اسلامي او افغاني نظام دی.
خپلو کشرانو مجاهدينو ته نصيحت کوو، چې د سختۍ پر ځای له نرمۍ کار واخلي، له اشخاصو سره ښه چلند وکړي، له خپلسرو کړنو ډډه وکړي او په نظام کې له موجوده علماوو سره مشورې وکړي.
ښاغلي خلیفه صاحب زیاته کړې، چې زموږ اوسنی جهاد د شریعت تطبیق، د نظام ثبات او د خلکو خدمت دی او په دې ستر جهاد او امتحان کې له خپل لوی رب ج څخه مرسته غواړو.