ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان په افغانستان کې د سختې ګرمۍ اټکل کړی

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان ویلي، د راتلونکې جولای میاشتې له لومړۍ نېټې به افغانستان کې د سختې ګرمۍ څپه پیل شي، چې ښایي له ۴۵ درجو واوړي.

د یاد سازمان په وینا، د افغانستان په ډېری سیمو کې به د تودوخې لوړه درجه له اوسط څخه تر ۱۰ سانتي ګریډه پورې لوړه شي.

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې مسولین هم وایي، چې په راتلونکو څو ورځو کې به تودوخه په تدريجي ډول لوړه او د ګرمۍ څپه به پیل شي.

د روغتیاپالانو په باور، د هوا په ګرمېدو سره ښايي ډېری هېوادوال په ځینو ناروغیو اخته شي، خو باید له وړاندې وقایوي تدابیر ونیول شي، تر څو له ناروغیو خوندي پاتې شي.

هېوادوال سږ کال د نورو کلونو په پرتله ګرم بولي او وايي، چې وړاندې یې په دې موسم کې داسې ګرمي نه وه تجربه کړې. دوی له احتیاطي تدابیرو په ګټه اخیستنه ټینګار کوي.

د اقلیمي بدلون له امله روان کال په افغانستان کې د مخ پر زیاتېدونکې تودوخې لوړه څپه به نه یوازې د انسانانو او څارویو پر روغتیا منفي اغیز وکړي، بلکې د نباتاتو حاصلات به هم زیانمن کړي.